د افغانستان د معلولانو کرکټ لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په الکوزی – کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د دوستۍ جام تر نامه لاندې د شل اوریزو سیالیو دويمه لوبه د افغان معلولینو ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

په دغه لوبه کې، د هند معلولینو ملي لوبډلې پچه وګټله او د افغان معلولينو ملي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د افغان معلولینو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۶۶منډې جوړې کړې، خو د هند د معلولینو ملي لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۱۶۱ منډې جوړې کړې او د ۵ منډو په توپیر یې افغان معلولینو ملي لوبډلې ته لوبه وبایلله. د لوبې غوره لوبغاړی عبیدالله اکبري چې ۶۳ منډې یې کړې وې، وټاکل شو، عبیدالله اکبري، په خپلو خبرو کې له کوچ او کپتان څخه مننه وکړه، چې ده ته یې ښه لارښوونه کوله.

د نوموړي په وینا، معلولیت زموږ د کار مخه نه شي نیولی، که په افغانستان کې معلولینو ته چانس برابرشي، هغوی کولی شي د ژوند په ټولو برخو کې د هېواد له وګړو سره د هېواد په ښیرازۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.

۲ د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش یاده بریا لویه لاسته راوړنه وبلله ، دد ه په خبره، افغان معلولو ځوانانو په نیمګړي وجود د لوبې میدان وګاټه او دایې ثابته کړه چې د هېواد لپاره د هېواد له نورو وګړو سره یو ځای د خدمت جوګه دي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا سیالۍ به په بریا پای ته ورسیږي او له مینه والو یې غوښتنه وکړه چې د ورستۍ لوبې لیدلو لپاره الکوزی ـ کابل نړیوال لوبغالي ته راشي. د کرکټ بورډ اجراييوي ريیس شفیق الله ستانیکزي، د افغان معلولینو ځوانانو د لوبې په بریا خوښي وښوده او ټول لوبغاړي یې وستایل.

اجراییوي ريیس، همدا راز په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې افغانستان معلولو ځوان چې نن یو بشپړ غړیتوب هېواد ته ماتې ورکړه، دا لوبه دا زیری له ځانه سره لري چې زموږ د هېواد د معلولینو کرکټ لوبډله روښانه راتلونکي لري. د کرکټ بورډ اجراییوي ریاست مرستیال عزیزالله فضلي د لوبې د پای په مراسمو کې وویل چې، د افغانستان د کرکټ بورډ اداره دا دویم ځل دی چې د بشپړ غړیتوب هېوادونو لوبغاړي افغانستان ته دعوت کوي او دلته لوبې ورسره کووي، دده په وینا، دا د دې ښکاروندويی کوي چې افغانستان د کرکټ په نړۍ کې ورځ تر بلې پر مخ روان دي او په خپل کور کې د ښې میلمه پالنې ترڅنګ د ښو لوبو زمینه برابرولی شي.

د یادونې وړ ده چې د دوستۍ جام لومړۍ سیالي تېره ورځ د هند د معلولینو ملي لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر له افغان معلولینو ملي لوبډلې څخه ګټلې وه. پاتې دې نه وي چې د دې سیالیو وروستۍ لوبه به را روانه دوشنبه په الکوزی ـ کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، ټول مینه وال کولی شي چې دغه لوبه له نېږې تشویق کړي او ننداره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *