د ۲۰۲۱ کال نړېوال جام په سیالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په ۲ پړاوونو کې به سیالۍ وکړي

د کرکټ نړیوالې شورا د را روانو کالونو لپاره د شلو اورونو او پنځوسو اورونو لوبو د نړیوالو جامونو په هکله پریکړې کړي.

آی سي سي اعلان وکړ چې د پلان سره سم به د ۲۰۲۱ کال د شلو اورونو لوبو د نړیوال جام سیالۍ په هند کې کیږي. ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ په همدې کال کې په اسټرالیا کې شوې وې خو د کرونا ویروس له وجې وځنډول شوې.

د کرکټ نړیوالې شورا همدرانګه پریکړه کړې چې په هند کې د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام به په هماغه بڼه کیږي چې د ۲۰۲۰ کال د جام لپاره ترتیب شوې وه.

د ۲۰۲۱ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په دوه پړاونو کې به لوبې کوي.

لوبې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې کیږي.

د ویسټ انډیز لوبډلې دوه ځلې د شلو شلو اورونو نړیوال جام ګټلی او د اوس لپاره د دې سیالیو اتلولي هم ورسره ده.

د شلو شلو اورونو د نړیوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال کې پیل شوې او د کرکټ د نړیوالې شورا د پریکړې له مخې هر دوه کاله بعد کیږي.

آی سي سي همدرانګه پریکړه کړې چې د ۲۰۲۳ کال د پنځوسو اورونو د نړیوال جام سیالۍ به هم په هند کې کیږي.

اسټرالیا به د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام کوربه توب ولري.