د اولمپیک نړېواله کمېټه: سیالۍ به مو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال جولای میاشت کې ترسره کیږي

د ۲۰۲۱ م کال اولمپیک لوبې د جولای میاشت کې په جاپان هېواد کې پېلېږي، دې لوبو کې ګڼ شمېر کې لوبغاړي د نړۍ له ډېری هېوادونو برخه لري، چې ۳۳ ډوله سیالۍ پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

د اولمپیک ۲۰۲۰ کال سیالۍ سږ کال د کرونا له امله نه ترسره کېږي او ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شوې، نو راروان کال اولمپیک سیالیو کې د بولډرېنګ لوبو ته هم برخه ورکړل شوې ده.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۰ م کال اولمپیک لوبې یې د ۲۰۲۱ م کال جولای ۲۳ مې نېټې ته مهالوېش کړې، نو د نوي مهالوېش له مخې د اولمپیک سیالۍ چې کابو یو کال وروسته په جاپان کې پېلېږي، پکې د نړۍ له ډېری هېوادونو ګڼ شمېر لوبغاړي مختلفې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

د ویکي پېډیا وېب پاڼې د راپور له مخې د اولمپیک سیالیو کې ۳۳ ډوله مسابقې کېږي، چې د لوبو له منځه د بولډرېنګ لوبو ته پکې هم ځای ورکړل شوی دی.

د بولډرېنګ لوبو کې لوبغاړي په هغه دېوال مخ پورته خېږي، چې ځانګړی ډیزاین شوی وي، د پښې اېښودلو او په لاسونو د ځای نیولو برخې پکې جوړې شوې وي او د دېوال لاندېنۍ برخه کې نرم اسفنج خپور وي، کله چې لوبغاړی له دېوال رالوېږي؛ نو په اسفنج د لوېدو په صورت کې نه ژوبلېږي.

دې سیالیو کې چې هر لوبغاړی په دېوال چټک وخېږي او ښه کارکرده ګي وکړي؛ همغه لوبغاړی زیاتې نومرې اخلي او بریالی شمېرل کېږي.