د اولمپیک د غوراوي پړاو سیالۍ به په ځنډ ترسره شي

 د اولمپیک او پارا اولمپیک لوبو نړیوالو فدراسیونونو اعلان کړی، چې د ۲۰۲۰ م کال اولمپیک سیالیو لپاره د چمتو والي یا غوراوي سیالۍ یې وځنډولې ترڅو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

 دا چې ټوله نړۍ د کرونا وژونکي ویروس له جدي ګواښ سره مخ ده؛ نو د نورو چارو ترڅنګ یې په لوبو هم سیوری خپوری کړی.

 په تازه اقدام کې د اولمپیک سیالیو ته د چمتووالي لوبې وځنډول شوې.

 تمه وه، چې دا لوبې د مارچ میاشت په ۲۶ مه نېټه د پنج شنبې په ورځ پیل شوی وای؛ او د اپریل میاشت تر ۴ مې نېټې غځېدلی وای؛ خو دا لوبې هم وځنډول شوې.

 د ویکي پېډیا وېب پاڼې وړاندې راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۰ م کال اولمپېک لوبې د جولای په ۲۴ مه نېټه پېلېږي او د اګسټ تر نهمې نېټې غځېږي؛ خو ښایي دا لوبې هم د کرونا ویروس له امله سږ کال ونشي او ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شي.

 د اولمپېک کمېټې د راپور له مخې په دې سیالیو کې ۳۳ ډوله لوبې نندارې ته وړاندې کېږي، چې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه پکې ګڼ شمېر لوبغاړي زرګونه مسابقې نندارې ته وړاندې کوي.