د اولمپيک مسوولین: که کورنا تر ډېره دوام وکړي، اولمپیک سیالۍ لغوه اعلانیږي

سږ کال د اولمپیک سیالۍ د جاپان د اوړي په موسم کې د ټوکیو په ستر ښار کې په پام کې دي، د اولمپیک لوبو لړ کې د اوبو په منځ کې د بال پولو یا واټر پولو په نوم لوبې هم ترسره کېدې؛ خو که د کرونا ویروس شدید وي، دا لوبې د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د جاپان پلازمېنه ټوکیو کې د اولمپیک لوبې د اوړي په موسم کې په پام کې دي، د ویکي پېډیا د راپور له مخې سږ کال اولمپیک لوبو کې ۳۳ ډوله لوبې شاملې دي، چې ګڼ شمېر لوبغاړي به پکې ګډون ولري. د اولمپیک لوبو په لړ کې د پولو فوټبال لوبو یا واټر پولو سیالیو ته هم ځای ورکړل شوی دی. د پولو فوټبال لوبې د لوبغالي خلاف د اوبو هغه حوض کې ترسره کېږي، چې یو او بل سرته یې ګولونه موجود وي.

په دې لوبه کې لوبغاړي لامبو وهي او توپ د مقابلې لوبډلې ګول ته رسوي او د ګول کولو په صورت کې لوبډله نومرې اخلي. پولو فوټبال لوبه کې توپ د پښې پرځای په لاسونو انتقالېږي او ګول ته په لاس ور ویشتل کېږي. ۲۰۱۲ م کال اولمپیک سیالیو کې دا لوبې د برېتانیا مرکز لندن ښار کې ترسره شوې وې. خو د اولمپیک سیالیو مسئولین وایي که د کرونا ویروس سخت وي؛ نو د اولمپیک لوبې لغوه کېږي، چې ورسره به دا لوبې هم پای ته ورسېږي.