د کامرون فوټبال اتحادیې خپل لیګ لغوه اعلان کړ، نور هم شته

محمود خان منندوی

د کامرون د فوټبال اتحادیې اعلان کړه، چې د کرونا وایروس له امله د دې هیواد لیګ لغوه اعلان شو او د بامنډا لوبډله د اتلې لوبډلي په توګه معرفي شوه.

 سکای سپورټ: سټرلینګ به د پوما کمپنۍ سره د سپانسر لس کلن قرارداد د ۱۱۳ میلیونه یورو په ارزښت لاسلیک کړي.

کاټلونیا راډیو: د بارسلونا سره د سواریز اوسنی قرارداد تر ۲۰۲۱م کال پورې اعتبار لري، خو که هغه د راتلونکي فصل په ۶۰ سلنه لوبو کې ولوبیږي، نو قرارداد به یي تر ۲۰۲۲م کال پورې په اتومات شکل وغځیږي.

د نړۍ نوموتی فوټبالر مسوت اوزیل  د ترکیې د هلال احمر خیریه بنسټ سره د روژې په مبارکه میاشت کي د خوړو د تیارولو په خاطر ۸۰ زره یورو مرسته وکړه. د نوموړي دې بې ساري اقدام ته هرکلی شوی دی.

روما راتلونکې اوونۍ د صحي لارښوونو مطابق تمرینات پیلوي.

 رومیو اګرسټي: یوونټوس خپل بهرني لوبغاړي ایټالیا ته غوښتي دي.

 مونډو ډیپورټیوو: د بارسلونا د راتلونکي فصل لومړی لباس اوسمهال د بارسلون ښار په پلورنځیو کې خرڅېږي.

د هافینهایم ۱۷ کلن جرمني لوبغاړی ارمانډو سِب په ۳ کلن قرارداد د بایرن میونیک سره یو ځای شو. دا د نړۍ نوموتی فوټبالر دی او ګڼ شمېر مینه وال لري.