بایرن میونیک ارمانډو سیب په ۳ کلن قرارداد واخیست، نور هم شته
محمود خان منندوی
د هافینهایم ۱۷ کلن جرمني لوبغاړی ارمانډو سِب په ۳ کلن قرارداد د بایرن میونیک سره یو ځای شو. دا د نړۍ نوموتی فوټبالر دی او ګڼ شمېر مینه وال لري.
د نړۍ نوموتی فوټبالر مسوت اوزیل د ترکیې د هلال احمر خیریه بنسټ سره د روژې په مبارکه میاشت کي د خوړو د تیارولو په خاطر ۸۰ زره یورو مرسته وکړه. د نوموړي دې بې ساري اقدام ته هرکلی شوی دی.
روما راتلونکې اوونۍ د صحي لارښوونو مطابق تمرینات پیلوي.
رومیو اګرسټي: یوونټوس خپل بهرني لوبغاړي ایټالیا ته غوښتي دي.
مونډو ډیپورټیوو: د بارسلونا د راتلونکي فصل لومړی لباس اوسمهال د بارسلون ښار په پلورنځیو کې خرڅېږي.
سکای سپورټ: سټرلینګ به د پوما کمپنۍ سره د سپانسر لس کلن قرارداد د ۱۱۳ میلیونه یورو په ارزښت لاسلیک کړي.
کاټلونیا راډیو: د بارسلونا سره د سواریز اوسنی قرارداد تر ۲۰۲۱م کال پورې اعتبار لري، خو که هغه د راتلونکي فصل په ۶۰ سلنه لوبو کې ولوبیږي، نو قرارداد به یي تر ۲۰۲۲م کال پورې په اتومات شکل وغځیږي.
رسمي: د اسې میلان ځوان دفاعي لوبغاړي ګابیا د دې کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۴م کال پورې وغځاوه.
د الجزایر ملي لوبډلي روزونکی جمال بلماضي غواړي د زین الدین زیدان زوی لوکا زیدان ملي لوبډلې ته د ګول ساتوونکي د پوسټ له پاره دعوت کړي.