بایرن میونیک 7-2 په چمپیونز لیګ کې ټاټنهام ته سخته ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

د بایرن میونیک لپاره ګول وهوونکي:
سرجي ګنابري (4)، روبرټ لیوانډوسکي (2) او کیمیچ.

د ټاټنهام ګول وهوونکي:
هیونګ مین سون او هیري کین

سرجي ګنابري دوهم جرمنی لوبغاړی شو، چې د چمپیونز لیګ په تاریخ کې یي څلور ګولونه / پوکر ولګول.

ماریو ګومز ( په 2012 کال کي د بازل پر وړاندې 7-0 بریا)
سرجي ګنابري ( په 2019 کال کې د ټاټنهام پر وړاندې 7-2 بریا)

د چمپیونز لیګ په تاریخ کې یوازې دوو لوبغاړو 100+ بریاوې ترلاسه کړي دي:

کریسټیانو رونالډو (102)
ایکر کاسیاس (101)

روبرټ لیوانډوسکي شپږم لوبغاړی شو، چې د چمپیونز لیګ په +40 مختلفو لوبو کې یي ګولونه لګولي دي:

کریسټیانو رونالډو (82)
لیونل میسي (68)
راول (56)
کریم بنزما (45)
روډ فان نیسټلروي (42)
روبرټ لیوانډوسکي (40)

د چمپیونز لیګ په تاریخ کې دریو لوبغاړو په 14 پرلپسې فصلونو کي ګولونه لګولي دي. په تاریخ کې یوازي دوو لوبغاړو په یوه لوبه کې پر انګلستاني کلبونو څلور ګولونه لګولي دي:

لیونل میسي د ارسنال پر وړاندي
سرجي ګنابري د ټاټنهام پر وړاندي