د اې اف سي جام په راتلونکو سیالیو کې طوفان هریرود هم لوبیږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د AFC د تائید پر اساس د دې جام په غوراوي پړاو کې طوفان هریرود د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د ګټلو په خاطر ګډون کوي.

د دې لوبو د کټلو په صورت کې طوفان هریرود د اسیا د لومړۍ درجې د لوبډلو سره لوبي کولاي شي.

مخکې شاهین آسمایي لوبډله هم دې پړاو ته لاره پیدا کړې وه، خو ګروپي پړاو ته په لار موندنې بریالۍ نه شوه.

لیوانډوسکي د بایرن میونیک لپاره د دې فصل په 9 سرو لوبو کئ ګولونه لګولي دي.

سرجي ګنابري په 2015 کې د مالمو پر وړاندي تر کریسټیانو رونالډو وروسته لومړی لوبغاړی شو، چې د چمپیونز لیګ په یوه لوبه کي یي څلور ګولونه ولګول.

ژاو فلیکس د اټلاټیکو ماډریډ د تاریخ ځوان لوبغاړی شو، چې په چمپیونز لیګ کې یي ګول ولګوئ.( 19 کاله او 325 ورځې.)

ایکارډي په چمپیونز لیګ کې د پاریس سېنټ جرمن لپاره خپل لومړی ګول تېره شپه ولګاوه.

ټاټنهام تېره شپه 7-2 د بایرن میونیک څخه ماته وخوړه، چې د اروپایي لوبو په تاریخ کې دا د انګلستان د کلبونو تر ټولو سخته ماته وه.( د ګولونو د توپیر له نظره)

هغه دوې لوبې چې د انګلستان کلبونو په اروپایي لوبو کې +7 ګولونه پکې خوړلي دي:

د 1995 کال اینټر ټوټو کپ : کُلن 8 ټاټنهام 0
د 2019 کال چمپیونز لیګ: بایرن میونیک 7 ټاټنهام