جنوبي افریقا لوبډلې هند ته په خپل سفر کې نن خپله لومړۍ ټېسټ سیالۍ پېل کړه

د هند او سویلي افریقا ترمنځ ټېسټ لوبه پیل شوې

د هندوستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه نن پېل شوه.
په دغې لوبه کې هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه.

هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه غوره کړه، دې لوبډلې ۴۳.۲ اورونو کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۱۳۲ منډې جوړې کړي دي. د هند لپاره په دې منډو کې روهیت شرما ۷۶ منډې جوړې کړي دي چې ۲ شپږیزې او ۹ څلوریزې پکې شاملي دي، مایانک اګروال بیا پنځوسیزه پوره کړه، او دمګړۍ په ۵۵ منډو ولاړ دی.

سویلي افریقا لوبډلې هند ته سفر کړی او د دواړو لوبډلو ترمنځ درې ټېسټ لوبې ترسره کېږي.
له دې وړاندې دواړو لوبډلو درې شل اوریزې لوبې هم وکړې، چې یوه یې د باران له امله مساوي شوه، یوه هند وګټله او یوه سویلي افریقا وګټله او سیریز مساوي شوی وو.


له درې ټېسټ لوبو څخه وروسته به دواړه لوبډلې درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.