هند په درېیمه ټېسټ سیالۍ کې هم پر سویلي افریقا بر لاسې ښکاري

د هندوستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیمې ټېسټ لوبې دویمه ورځ هم پرون پای ته ورسېده.
په دغې لوبه کې هند لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۹۷ منډې وکړې او اوس یې سویلي افریقا ته توپ وهنه پرېښې ده.
سویلي افریقا د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۹ منډې جوړې کړي دي او سبا به خپلې پاتې توپ وهنې دوام ورکړي.
هند ته توپ وهنه کې روهیت شرما ۲۱۲ او اجنکا ریهاني ۱۱۵ منډې وکړې.
د سویلي افریقا او هند ترمنځ دغه لوبه د هند په کوربه توپ ترسره کېږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوه ټېسټ لوبې هند لوبډلې ګټلي دي، دا یې ورستۍ ټېسټ لوبه ده او هند پرې برلاسی ښکاري، که دا هم هند وګټي، نو سویلي افریقا به کلین سویپ کړي.