د انګلستان په سل توپه لوبلړ کې افغان لوبغاړي واخیستل شو

سمسور علي نیازی

د انګلستان په سل توپه ټورنمنټ کې د ګڼو خارجي لوبغاړو سربیره افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.د افغانستان له لوري څلور پیاوړي ځوان او با استعداده لوبغاړي د مختلفو لوبډلو له لوري په بیلابیلو نرخونو په خپلو لوبډلو کې ځان سره شامل کړل.
راشد خان: ځوان لوبغاړی او دا مهال د افغان لوبډلې لوبډلمشر د ټرینټ راکیټس لوبډلې له لوري په لومړي راونډ په قیمتي لوبغاړو کې په یو لک او پنځه ویشت زره پونډه واخیستل شو.

مجیب الرحمن: ښۍ لاسی ورو اف بریکر بالر دی چې د افغان لوبډلې سربیره په بیلابیلو بهرنیو لیګونو کې هم ښه ثابت شوی چې د اوس لپاره په سل توپونو ټورنمنټ کې دا هم په لوړه بیه اخیستل شوی
نوموړی د نارترن سوپر چارجیس لوبډلې له لوري په لومړي راونډ کې په یو لک او پنځه ویشت زره پونډه اخیستل شوی.
محمد نبي: د افغان لوبډلې الراونډر لوبغاړی چې په وروستیو کې ډیر ښه ثابت شوی چې یاد لوبغاړی په دې بولۍ کې په دویم راونډ قیمتي لوبغاړو کې د لندن سپرایټ لوبډلې له لوري په یو لک پونډه اخیستل شوی.
قیس احمد: د افغان لوبډلې یو له کم عمره او ځوان لوبغاړو شمیرل کیږي، نوموړی که څه هم په افغان لوبډله کې بغیر له ټیسټ لوبې نور ورته چانس نه دی ورکړل شوی په مختلفو لیګونو کې لوبیدلی او ښه هم ثابت شوی په دې ټورنمنټ کې د ویلش فایر لوبډلې له لوري په څلورم راونډ لوبغاړو کې په شپیته زره پونډه اخیستل شوی.
ددې ټورنمينټ اصول: په دې ټورنمينټ کې ۸ لوبډلې دي. اصول دادي چې تر هر ۱۰ توپونو وروسته به د بالينګ سايډ يا اړخ بدليږي، يو توپ اچوونکی کولای شي ۵ پرلپسې توپونه وکړي او کولای شي ۱۰ پرلپسې توپونه هم وکړي، خو اور ۵ توپونه دی، همدارنګه په مجموع کې هر توپ اچوونکی ۲۰ توپونه ترسره کوي.

پاورپلې به ۲۵ توپونه وي،چې ۲ ډګر ساتونکي به د ددايرې د باندې دريږي.

د توپ اچونې برخه اجازه لري چې ۰۲:۳۰ دقيقې دمه وکړي يا ستراتیژیک ټایم اوټ واخلي.

دا ټورنمينټ د ۲۰۲۰ز کال په جولای مياشت کې پيليږي.