درې نور افغان لوبغاړي د هند د غوره لیګ لپاره واخیستل شول

تاند- د هند د کرکټ د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو په لیلام یا مزایدې کې نن /یکشنبه/ ۳ نور افغان لوبغاړي واخیستل شول.

راشد ارمان، محمد نبي، ظاهر خان او مجیب ځدراڼ هغه ۴ لوبغاړي دي چې سږ کال به د هند د کرکټ په راتلونکي غوره لیګ کې لوبېږي.

دوی بېلابېلو ټیمونو په متفاوتو بیو اخیستي دي.

مجیب ځدراڼ

مجیب الرحمن
مجیب الرحمن

د افغانستان د کرکټ تنکی لوبغاړی مجیب ځدراڼ د هند د غوره لیګ لپاره په ۴ کروړ روپیو واخیستل شو.

۱۶ کلن مجیب ځدراڼ، چې د افغانستان د نولس کلنو په لوبډله کې لوبېږي، سږ کال د لومړي ځل لپاره د آیرلنډ خلاف په ملي لوبډله کې ولوبېد.

ده د نولس کلنو په اسیايي جام کې د افغانستان په اتلولۍ کې مهمه ونډه لرله.

مجیب به د هند په پریمرلیګ کې له (کینګ ۱۱ پنجاب) سره یوځای شي.

محمد نبي

Nabiمحمد نبي نن /یکشنبه/ یو وار بیا د حیدراباد د سین رایزر له لوري په ۱ کروړ روپیو واخیستل شو.

نبي تېر کال هم له راشد سره په همدې لوبډله کې و.

ظاهر خان

د ظاهر خان په اړه ویل کېږي چې لا سم نه دی پېژندل شوی او ممکن د هند په غوره لیګ کې هم ښه تجربه او هم ښه نوم ترلاسه کړي.

راشد ارمان

Rashid, Armanد افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی راشد ارمان پرون /شنبه/ د هند د غوره لیګ یا پریمرلیګ د سیالیو لپاره په لیلام کې په ۹۰۰ لکه هندي روپیو واخیستل شو.

راشد ارمان بیا هم د حیدراباد سن رایزر لوبډلې واخیست. راشد ارمان تېر ځل هم له همدې لوبډلې سره لوبېدلی و.

د هند د کرکټ د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د اخیستلو بولۍ پرون سهار پیل شوې.

درو ټیمونو د راشد ارمان د خپلولو لېوالتیا لرله.

د ده لپاره لومړۍ بیه ۲۰۰ لکه هندي روپۍ اعلان شوې، تر دې چې ۹۰۰ له روپیو ته لوړه شوه.

د نولس کلنو لوبډله – له نیوزیلنډ سره د سیالۍ غوره شېبې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *