پنځه اسوشیېت لوبغاړي چې باید د هند په غوره لیګ کې واخیستل شي

تاند- کریک ویز ویبپاڼه وايي، د کرکټ د نړیوالې شورا د اسوشیېت غړیو ۵ لوبغاړي باید د هند د ۲۰۱۷ کال د غوره لیګ په سیالیو کې واخیستل شي.

د هند د غوره لیګ سیالۍ د فبرورۍ په څلورمه پیلېږي. په دغو سیالیو کې ۳۵۱ لوبغاړي اخیستل کېږي چې اوس یې یوازې ۲ لوبغاړي د اسوشیېت غړیو کاناډا او آیرلنډ دي.

خو کریک ویز باور لري چې د اسوشیېت هیوادونه څو نور ښه استعدادونه هم لري چې پکار ده د هند په غوره لیګ کې ونیول شي.

کریک ویز لومړی د محمد شهزاد نوم لیکلی  او لیکلي یې دي چې دا افغان لوبغاړی په ۲۰۱۶ م کال له ویرات کوهیل وروسته د شل اووریزو لوبو په نړۍ کې په دوهمه درجه زیاتې منډې کړي دي.

کریک ویز ورپسې د کیفین اوبرین نوم یاد کړی.

درېم محمدنبي د دې وړ بللی شوی چې باید د هند په غوره لیګ سیالیو کې برخه ولري.

ویبپاڼه وايي چې محمد نبي د نړۍ یو له ښو ال رونډارنو څخه دی.

نبي په شل اووریزو سیالیو کې ۱۶۳۵ منډې کړي او ۱۱۵ لوبغاړي یې سوځولي دي.

د هانګ کانګ بابر حیات او د سکاټلنډ ریچ برینګټن هم د دې وړ بلل شوي چې باید د هند په غوره لیګ سیالیو کې واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *