د پاکستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو پایلوبه به په لاهور کې وي

تاند- د پاکستان د کرکټ بورډ اجرايي کمېټې رييس وايي، هڅه کوي چې د پاکستان د غوره لیګ د راتلونکو سیالیو پایلوبه په لاهور کې وشي.

نجم سیټي د چهارشنبې په ورځ /جولای ۲۰/ په لاهور کې خبریلانو ته وویل، د پاکستان سوپر لیګ (غوره لیګ) په راتلونکو سیالیو کې بهرنیو لوبغاړو ته زیاتې پیسې ورکول کېږي او بهرنیو لوبغاړو ته د ګډون بلنه هم ورکړای شوې ده.

د ده په وینا د پنجاب له اعلي وزیر شهباز شریف سره یې په دې اړه خبرې کړي او غوښتنه یې ورڅخه کړې چې پایلوبه دې په لاهور کې وشي.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې پایلوبه به په کراچۍ کې کېږي خو د ناامنۍ له کبله د پاکستان کرکټ بورد غوره ګڼي چې پایلوبه د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *