د پاکستان کورنی کرکټ لیګ تر نیمايي ورسېد، خو اوس کرونا وایروس ځنډولی

 د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ چې د فبروري په ۲۰ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون د پاکستان په دوو ښارونو کراچۍ او لاهور کې پېل شوې وې، د مارچ میاشت په ۱۸ مه نېټه یې پایلوبه ترسره کېدله؛ خو دا لوبې د سه شنبې په ورځ د کرونا ویروس له امله وځنډول شوې.

 د پي ایس ایل سوداګریزې کرکټ لوبې چې د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۰ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون پاکستان کې پیل شوې وې، څلور لوبډلې یې تر نیمه پایلوبو رسېدلې وې، تمه وه چې دوه نیمه پایلوبې د پېښور زلمي، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلو ترمنځ د سه شنبې په ورځ ترسره شوې وای؛ خو دا دواړه نیمه پایلوبې د کرونا ویروس د وېرې له کبله وځنډېدې.

 د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې دا لوبې یې وروسته له هغې وځنډولې، د پي ایس ایل لوبو یو بهرني ګډونوال لوبغاړي کې د کرونا مشکوکه پېښه تاید شوه.

 د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې ډېر شمېر بهرني لوبغاړي هم ولوبېدل او د کرونا ویروس له وېرې ډېری بهرنیو لوبغاړو پاکستان پرېښود او خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شول.

 د پاکستان کرکټ بورډ ویلي کله چې د کرونا ناروغۍ تهدید صفر شي، ښایي چې د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو وروستۍ لوبې ترسره شي.