افغان ټیم په نړیوال ۲۰ اوریز جام کې له انګلیستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي ټيم به له ښه پلان سره د سريلانکا په وړاندې چې د نړۍ په اوله درجه ټيمونو کې راځي مسابقه وکړي.

د هند په کلکته کې دغه مسابقه د پنجشنبې په ورځ کېږي.

له هندوستانه د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، افغان ټيم پوره چمتووالى لري:

“زموږ لوبډله پوره چمتووالى لري. نه يوازې له سريلانکا سره، بلکې افغانستان به له نورو اوله درجه ټيمونو سره هم مسابقې کوي لکه جنوبي افريقا او نور.افغانستان به له ښه پلان سره لوبه کوي او که خداى کول افغانستان به په دغه نړېوال جام کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.”

افغانستان پرون د زبمبابوې په ماتولو سره د شل اووره مسابقو دويم پړاو ته لار پيدا کړه او اوس به د کرکټ له اوله درجه ټيمونو سره مسابقې کوي.

افغانستان په خپل تاريخ کې د اول وار لپاره دغه پړاو ته لار پيدا کړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه ريس عبدالله عبدالله، نورو دولتي چارواکو او سازمانونو د دې بريا له کبله ملت ته مبارکي ورکړې ده.

تر سريلانکا وروسته افغانستان د جنوبي افريقا، انګلستان او ويسټ انډيز له ټيمونو سره هم لوبه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *