لالچند راجپوت ډاده دی چې افغان ټیم د تیست لوبو مقام ته رسولی شي

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سرروزونکی لالچند راجپوت هیله لري چې د افغانستان لوبډله به د ټیست لوبو مقام ته ورسوي.

راجپوت، چې پخوا د هند د ملي لوبډلې بیټسمن و او په وروستیو کې یې د پاکستاني انضمام الحق پر ځای د افغانستان د ټیم د روزونکي په توګه کار پیل کړی دی، په عین حال کې وايي، د دې لپاره چې د افغان لوبغاړو دا خوب رښتیا شي، باید ډېر کارونه وکړي.

۵۴ کلن راجپوت له ټایمز اف انډیا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، هیله لري چې افغان لوبغاړو ته به ښه روزنه ورکړي او هغوی به د دې جوګه کړي چې د نړۍ د لومړی درجه ټیمونو ترڅنګ په تیست لوبو کې ولوبېږي.

راجپوت وویل«دوی (افغانان) استعداد لري، خو باید ثابته کړي چې ټیست لوبو ته تیار دي. ما له لوبغاړو وپوښتل، ایا غواړئ چې له اسوشیت (دوهم درجه) ټیمونو سره لوبو ته دوام ورکړئ او که د لوړې کچې له ټیمونو سره.؟ دوی ټولو وویل چې له لومړی درجه ټیمونو سره.»

ما دوی ته په ځواب کې وویل«هیڅ شی په اسانه لاس ته نه راځي، دوی باید سخت کار ته ځانونه تیار کړي، په تېره بیا د فیټنس او فیلډینګ په برخو کې. ما دا لازمي کړې چې هر لوبغاړی باید لږترلږه ۵۰ کچونه واخلي.»

راجپوت دې ته په پام چې د افغانستان د کرکټ ټیم په نړیوال شل اوریز جام کې د جام ګټونکی یا اتل ټیم یعني ویست انډیز ته ماتې ورکړه، د افغان لوبغاړو پرمختګ او د لومړی درجه ټیمونو ترڅنګ درېدا ممکنه وبلله.

ښاغلي راجپوت دا هم وویل چې افغان لوبغاړي د خپل روزونکي درناوی کوي او هره ورځ نوي شیان زده کوي.

ده دا هم وویل«افغانان تر وروستي توپه له مبارزې لاس نه اخلي او د دې علت ښايي دا وي چې په خپل جنګ ځپلي هیواد کې یې سختې ورځې لیدلي دي. ما دوی ته ویلي، که تاسو د شل اوریزو سیالیو نړیوال اتل ماتولی شئ، معنا یې دا ده چې هرچا ته ماتې ورکولی شئ.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *