انګلیستان د ۴ ورځنۍ مسابقې په درېمه ورځ تر پاکستان وړاندې دی

تاند- د پاکستان او انګلیستان په درېمه څلورورځنۍ یا ټست لوبه کې انګلیستان وړاندې دی.

په دې لوبه کې، چې په برمنګم ښار کې کېږي، انګلیستان په خپله دوهمه پاڼۍ یا ایننګز کې ۱۲۰ منډې کړي، هیڅ لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی او اوس یې تر پاکستان ۱۷ منډې زیاتې دي.

د انګلیستان لپاره ایلستر ۶۴ منډې او ایلیکس هیلز ۵۰ منډې وکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان ټیم په لومړي ایننګز کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۴۰۰ منډې جوړې کړې او تر انګلیستان یې ۱۰۳ منډې زیاتې شوې.

انګلیسانو په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۷ منډې کړې وې.

تر دې وړاندې لومړۍ سیالي پاکستان او دوهمه په ډېر توپیر انګلیستان ګټلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *