د المپیک سیالیو په درشل کې د نجونو د فوټبال سیالۍ

تاند- د برازیل د ۲۰۱۶ د رویو دیو جینیرو د المپیک لوبې د شنبې له ورځې رسماً پیلېږي خو د دغو مسابقو په درشل کې لومړنۍ المپیکي لوبې د نجونو د فوټیال وې چې د چهارشنبې په ورځ وشوې.

لومړۍ سیالي د سویډن او جنوبي افریقا د نجونو د ټیمونو ترمنځ وه چې د المپیک په لوبغالي کې وشوه.

د المپیک ځیني مسابقې د دې لوبو تر رسمي مراسمو مخکې د دې لپاره ترسره کېږي چې پایلوبه یې په ټاکلي وخت وشي.

Girls footballد سویډن ټیم د جنوبي افریقا لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

په بله سیالۍ کې د امریکا د نجونو لوبډلې د چین لوبډلې ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.

همداراز د فرانسې د نجونو د فوټیال ټیم کولمبیا ته ۴ پر صفر، د کاناډا ټیم استرالیا ته ۲ پر ۱ او د جرمني لوبډلې زیمبابوې ته ۶ پر ۱ ماتې ورکړه.

Germanu girls footballټاکل شوې ده چې نن /پنجشنبه/ د عراق د نارینه وو ټیم له ډنمارک، د هندوراس ټیم له الجزایر، برازیل له جنوبي افریقا، مکسیکو له جرمني، پرتګال له ارجنټاین او سویډن له کولمبیا سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *