د اروپا د فوټبال اتلولي: جرمني سلواکیا ته ۳ ګولونه ورکړل

تاند- د اروپا د فوټبال د اتلولیو په دوهم یا ناک اوټ پړاو کې  نن /یکشنبه/ په دوهمه مسابقه کې جرمني سلواکیا ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.

د جرمني له لوري لومړی ګول د لوبې د لومړۍ نیمايي په شپږمه دقیقه کې ووهل شو. دوهم ګول په ۴۳ مه دقیقه او وروستی ګول د دوهمې نیمايي په ۶۳ مه دقیقه ووهل شو.

جرمني لوبغاړو د ګولونو ترڅنګ لوبه کاملاً په کنټرول کې لرله.

تر دې وړاندې جرمني له سلواکیا سره په ۱۰ مسابقو کې ۷ ګټلې وې. په یوه مسابقه کې سلواکیا جرمني ته ۳ پر صفر ماتې ورکړې وه.

د دې مسابقې په لومړۍ نیمايي کې آیرلنډ یو ګول وهلی و خو په دوهمه نیمايي کې فرانسوي لوبغاړو نه یوازې دا چې لوبه یو پر یو مساوي کړه بلکې په یوه پینالټي شوت یې دوهم ګول هم وواهه.

سره له دې چې فرانسې په خپل میدان کې لوبه کوله او اکثره نندارچیان فرانسویان ول، ایرلنډیانو ښه لوبه وکړه.

نن به د اروپايي اتلولیو درېمه یا وروستۍ مسابقه د هنګري او بلجیم ترمنځ وي.

 پرون /شنبه/ پرتګال د کرویشیا تکړه ټیم ته، ویلز شمالي آیرلنډ ته او پولنډ سویس ته ماتې ورکړه.

د پولنډ، پرتګال او ویلز لوبډلې منځلوبو (کواټرفاینل) ته ووتې خو د کرویشیا، شمالي آیرلنډ او سویس لوبډلې د مسابقو له دوامه ووتلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *