پرتګال د اروپا د فوټبال اتلولیو جام وګاټه

تاند- د اروپايي فوټبال د اتلولیو پایلوبه /یکشنبه/، چې د فرانسې او پرتګال ترمنځ په پاریس کې وشوه، د پرتګال په ګټه پای ته ورسېده.

دواړو لوبډلو پر یو بل ګڼې حملې وکړې، که څه هم فرانسوي لوبغاړي تر پرتګالي لوبغاړو پر لوبه یو څه برلاسي ښکارېدل خو دواړو ټیمونو د مسابقې په دواړو نیمايي کې هیڅ ګول ونه وهلی شو تر دې چې خبره اضافي ۳۰ دقیقو ته ورسېده او د پرتګالیانو بخت بېداره و.

پرتګالي لوبغاړو په داسي حال کې چې د اضافي وخت یوازې ۱۰ دقیقې پاتې وې، ګول وواهه.

پرتګال له دې سره سره پایلوبه او د اروپايي اتلولیو جام وګاټه چې د دغه ټیم تکړه لوبغاړی رونالډو د لوبې په ۸ مه دقیقه کې ژوبل شو او له میدانه ووت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *