د فوټبال د اروپايي جام د څلورمې ورځې د سیالیو پایلې

تاند- د اروپايي اتلولیو په څلورمه ورځ د د اُتریش ټیم د هنګري له لوبډلې سره مخامخ شو، پرتګال د نسبتاً کمزوري آیسلنډ په وړاندې میدان ته ووت.

لومړۍ مسابقه، چې د اتریش او هنګري ترمنځ وه، دوه پر صفر د هنګري په ګټه پای ته ورسېده. خو پرتګال د رونالډو او د ګولونو د ډېرو چانسونو له لرلو سره سره ونه توانېده چې آیسلنډ ته ماتې ورکړي.

ایسلنډ د پرتګال د یوه ګوال ځواب په ګول ورکړ او تر پایه یې نتیجه یو پر یو مساوي وساتله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *