انګلیستان په ډېر زحمت ویلز ته ماتې ورکړه

تاند- د اروپا د فوټبال د اتلولیو په دوام کې نن /پنجشنبه/ انګلیستان د لوبې په وروستۍ دقیقه ویلز ته ماتې ورکړه.

د بي ګروپ د دې سیالۍ د لومړۍ نیمیايي په ۴۲ مه دقیقه کې د ویلز تکړه لوبغاړي ګرت بیل د انګلیسي لوبغاړو فول په ګول بدل کړ.

انګلیسي لوبغاړو په لومړۍ نیمايي کې د ویلزیانو ګول مجرا نه کړای شو خو په دوهمه نیمايي کې جیمي واردي په ۵۶ مه دقیقه ویلز ته ګول ورکړ.

له ګوله وروسته انګلیسانو ډېرې حملې وکړې خو د ویلز کلکه دفاع اجازه نه ورکوله چې ګول وخوري. تر دې چې د لوبې په اضافي ۳ دقیقو کې ستوریج ګول وواهه او انګلیستان یې له دوهمې مساوي وژغوره.

انګلیستان لومړۍ مسابقه له روسیې سره یو پر یو مساوي کړې وه. خو ویلز یوه لوبه ګټلې ده.

اوس د انګلیستان امتیازونه ۴ او د ویلز ۳ دي.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *