اروپايي قوټبال: کرویشیايي نندارچیانو د لوبې د ګډوډلو هڅه وکړه

تاند- د کرویشیا او چک جمهوریت ترمنځ د اروپايي اتلولیو په مسابقه کې د کرویشیايي نندارچیانو له لوري میدان ته د پټاکیو غورځولو لوبه ۵ دقیقې وځنډوله.

په داسي حال کې چې کرویشیا یو ګول وړاندې وه، د دغه ټیم پلویان له کنټروله ووتل، د مسابقې میدان ته یې پټاکۍ واچولې چې یو تن پکې ژوبل شو.
په اضافي یا ضایع شوي وخت کې چک جمهوریت په يینالټي شوت مسابقه دوه پر دوه مساوي کړه.

د ډېرو په باور که د کرویشیا لوبغاړي له کنټروله نه وای وتلي، ممکن لوبه یې ګتلې وای.

د اروپايي فوټبال د فدراسیون(یوفا) ویندوی وویل چې د کرویشیا د ټیم د پلویانو خلاف به ممکن انظباطي چلند وشي. د دې مطلب دا دی چې ممکن په راتلونکو مسابقو کې کرویشیايي نندارچیانو ته اجازه ورنه کړای شي چې لوبغالي ته لاړ شي.

د نن /جمعې/ لومړۍ مسابقه د سویډن او ایټالیا ترمنځ وه چې په وروستیو شېبو کې ایټالیا په یوه ګول وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *