هسپانیا او ایټالیا د اروپايي سیالیو د درېمې ورځې ګټونکي شول

تاند- د اروپايي اتلولیو په درېمه ورځ د هسپانیا لوبډله د چک جمهوریت له ټیم سره مخامخ شوه چې په پایله کې یې هسپانیا یو پر صفر چک ته ماتې ورکړه.

په دوهمه مسابقه کې د ایرلنډ جمهوریت لوبډله له سویډن سره یو پر یو مساوي شوه.

درېمه او خورا په زړه پوري مسابقه د ایټالیا او بلجیم ترمنځ وه.

بلجیم چې د لوبې په لومړیو کې یو ګول خوړلی و، تر پایه د خوړلي ګول د مجرا کولو هڅې وکړې تر دې چې په اضافي ۳ دقیقو کې یې نه یوازې لوبه مساوي نه کړای شوه بلکې بل ګول هم وخوړ او ورسره دا سیالي دوه پر صفر د ایټالیا د تجربه کار ټیم په ګټه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *