د اروپايي اتلولیو د درېمې ورځې د ۳ سیالیو پایلې

تاند- د اروپا د فوټبال د اتلولیو په درېمه ورځ د ترکیې او کرویشیا، د شمالي آیرلنډ او پولنډ او د جرمني او اوکراین ټیمونه سره مخامخ شول.

کرویشیا ترکیې ته یو پر صفر ماتې ورکړه، پولنډ هم په ورته نتیجه یعني یو پر صفر شمالي آیرلنډ مات کړ خو جرمني اوکراین ته دوه ګولونه ورکړل.

د پولنډ قوت د شمالي آیرلنډ په وړاندې له ورایه و. نه یوازې دغه ټیم ته یې ګول ورکړ بلکې د ګڼو ګولونو چانسونه یې له لاسه ورکړل خو اکثره وخت یې توب په کنټرول کې درلود.

د اوکراین ټیم سره له دې چې ۲ ګولونه وخوړل خو له جرمني سره تکړه لوبغاړي زیاته مرسته وکړه. اوکراین ښه لوبه وکړه او ډېره هڅه یې وکړه چې په لومړۍ نیمايي کې یو خوړلی ګول مجرا کړي خو د لوبې په اضافي وخت کې یې بل ګول وخوړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *