د افغانستان کرکټ اوس له پخوا سره د پرتلې وړ نه دی/ اسد ویاړ

دا طبیعي ده چې بنسټیز کار وخت نیسي او نتیجه یې ورو، ورو څرګندیږي خو دوام یې بیا نه ویجاړیدونکې، پیاوړې او تلپاتې وي.

له کله نه چې ولسمشر غني د هېواد چارې په واک کې اخیستي، ورسره پرې د نیوکو باران هم شروع شو.

دا خلک یا پوهېدل نه او یا ځینې په کې عقديي وو او له دې فرصت نه په استفادې یې غوښتل خپل مخکیني باداران خلکو ته ښه ثابت کړي او اوسني هغه ناکام وښيي.

خو دوی دا کار ونه کړای شو، که څه هم له اوله تر دې دمه یې په پوره توان د جمهور رئیس د بدنامۍ پوره پوره هڅې وکړې. ځکه یې په دې هڅه کې بریالي نشول چې اوس ورو، ورو د ولسمشر غني د بنسټیزو پلانونو تطبیق څرګندیږي او ولس یې په مینه هرکلی کوي.

په ورته ډول د افغانستان کرکټ وضعیت هم در واخلئ.

کله چې دغې ادارې ته د ولسمشر په پوره دقیق انتخاب او ښه مدیریت وړ رهبرۍ وټاکل شوه، ځوان مدیر ښاغلی نسیم الله دانش یې د عمومي رئیس په توګه ونوموه، ورسره د یو شمېر متعصبو کړیو حساسیاتونه را وپارېدل.

دوی پوهېدل چې د خپلو ناکامیو کارنامې یې د ښاغلي دانش په وجود کې څرګندیږي او د کرکټ وضعیت په بې ساري ډول پرمختګ کوي.

دوی پوهېدل چې ناروا ګټې یې زیانمیږي، فساد یې افشا کیږي او خپلو موخو ته نشي رسیدای نو یې له مختلفو لارو په استفادې دلته هم د بدنامۍ، دسیسو او بې ځایه تبلیغاتو شومې هڅې د څو تش په نوم فعالانو په مټ پیل کړې.

خو ویاړ په نسیم الله دانش او د کرکټ بورډ په رهبرۍ چې پر وړاندې هېڅ ډول حوصله ونه بایلله او په پوره زغم یې د خپل هېواد لپاره د ویاړونو راوړل او ساتل جاري کړل.

دوی وکولای شول چې نه یوازې د سیمې په کچه بې ساری سرلوړی نوم وګټي بلکې د کرکټ نړۍ ته یې د خپلې ادارې فعالیتونه او خپل پیاوړي استعدادونه ثابت کړل.

همدې کار د کرکټ مینه وال ځان ته کړل، دوی یې په دې قانع کړل چې کرکټ مو په کومه خوا روان دی.

اوس خوښېږو چې ګورو بااحساسه ځوانان، د کرکټ مینه وال او حکومتي چارواکي دا هر څه ښه درک کوي او دوی هڅوي چې خپلو مسلکي او تخنیکي پلانونو ته ادامه ورکړي.

همدې کار د ځوانانو پر مدیریت مثبت اغېز وکړ او اوس په نورو ګڼ شمېر ادارو کې هم ځوانان په رآس کې راغلي او انشاءالله پایله یې ښه ده.

دا باید ومنو چې د هېواد په کچه یوازینۍ اداره چې د خپلو فعالیتونو له امله یې ولس خوښ ساتلی او اتلوالۍ یې راوړي هغه کرکټ بورډ ده او په برکت یې د کرکټ اوسنی پرمختللی وضعیت له پخوا سره د پرتلې وړ نه دی.

دا هره ورځ او هره شېبه په مهمو بهرنیو رسنیو کې د افغانستان د کرکټ پر اتلوالیو بحثونه کیږي، ستایل کیږي او خپله د کرکټ نړیواله شورا دې کار مطمینه کړې چې د افغانستان کرکټ بورډ ته ډېره توجه ورکړي.

هغوی چې د کرکټ پرمختګ نشي زغملی، یا یې د جیب ګټې بندې شوي او یا یې هم غلاوې څرګندې شوي دي نو طبیعي ده لاسونه به اېخوا دېخوا اچوي خو په وطن او اتلانو مینو ځوانانو ته په کار ده سمه لار انتخاب کړي او د خپلو وړ مشرانو تر شا ودریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *