زرګونو افغانانو د کرکټ د اتلانو هرکلی وکړ

تاند- زرګونو خلکو نن د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم هرکلی وکړ.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې د ښو لوبو او ویست انډیز ته له ماتې ورکولو وروسته نن د افغانانو له لوري د اتلانو په توګه هرکلی وویل شو.

د عامو خلکو ترڅنګ یو شمېر چارواکي او د مدني ټولنو استازي هم هوايي ډګر ته د خپلو اتلانو د هرکلي لپاره تللي ول.

د کرکټ مینه والو د خپلو اتلانو د هرکلي لپاره اتڼونه او نڅاوې وکړې او له هوايي ډګره یې د کرکټ تر لوبغالي پوري بدرګه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *