د خوست د کرکټ لوبغالی د زرګونو خلکو په ګډون پرانستل شو

تاند- په خوست کې د کرکټ لپاره نوی جوړ شوی لوبغالی په داسي حال کې پرانستل شو چې په زرګونو خوستیان یې د پرانستنې په مراسمو کې حاضر ول.

دې مراسمو ته خلک د افغانستان د ملي لوبډلې د دوستانه سیالۍ لیدو ته راغلي ول. د نندارچیانو شمېر دومره زیات وو چې اکثره خلک په دې خاطر چې په لوبغالي کې ځای نه و، بېرته خپلو کورونو ته لاړل.

له لوبغالي دباندې خلک
له لوبغالي دباندې خلک

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین له وخته راوروسته دومره زیات خلک په خوست کې کوم مناسبت ته نه ول راغونډ شوي.

د خوست والي حکم خان د لوبغالي په پرانستونکو مراسمو کې وویل، نن په دې مراسمو کې د زرګونو تنو ګډون د دې ښکارندویي کوي چې خوست امن دی او جنګ ځپلي افغانان خوشالي او سوکالي غواړي.

د خوست د والي په وینا دا لوبغالی، چې په ۱۲ نیم هکتاره مځکه کې د جرمني په مرسته په ۶۲ ملیون افغانۍ جوړ شوی د ۵ زره تنو نندارچیانو ظرفیت لري خو د خوست خلک له سپورت سره زیاته مینه لري نو پکار ده چې تر دې لوی لوبغالی ولري.

ده غوښتنه وکړه چې په لوبغالي کې دې د نندارچیانو د ځاییدو ظرفیت زیات شي او ورسره دې یو جومات او د موټرو لپاره پارکینګ جوړ شي.

د والي د څرګندونو په ځواب کې د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل ژمنه وکړه چې د خوست د خلکو د دغو غوښتنو د پوره کولو لپاره به ترخپله وسه هلې خلې وکړي.

ده هیله څرګنده کړه چې د دغه لوبغالي ظرفیت به، چې اوس ۵ زره تنه پکې ځاییږي، ۳۰ زرو ته زیات کړي.

د لوبغالي له پرانستو وروسته د ملي لوبډلې ترمنځ د اصغر ستانکري او نوروز منګل په کیپتانیو شل اووریزه سیالي وشوه.

دا لوبه د اصغر ستانکزي ټیم وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *