د خوست د لوبغالي د پرانستو په ویاړ د کرکټ د ملي ټیم مسابقه

تاند- د خوست د کرکټ د نوي جوړ شوي لوبغالي د پرانستنې په مناسبت نن /جمعه/ د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په خپل منځ کې شل اووریزه سالي کوي.

د ملي ټیم لوبغاړي په دې (عکس) ډول په دوو لوبډلو وېشل شوي دي.

2شاهپور ځدراڼ او شفق الله شفق له ډېرې مودې وروسته په دې سیالۍ کې د ملي ټیم له نورو لوبغاړو سره یوځای لوبېږي.

ټاکل شوې ده چې د خوست په زرګونو ښاریان د دې دوستانه مسابقې لیدلو او په خپل ښار کې د کرکټ د لوبغالي پرانستلو ته راشي.

دا په وروستیو ورځو کې د کرکټ دوهم لوبغالی دی چې پرانستل کېږي. تر دې وړاندې تېره اوونۍ د لوګر د کرکټ لوبغالی (لومړی عکس) په یو لړ مراسمو کې برانستل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *