استرالیا په یو ه پاڼۍ او ۱۸ منډو پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند- د استرالیا د کرکټ ملي ټیم له پاکستان څخه دوهمه ټیست لوبه په ډېر توپیر وګټله.

استرالیا تر دې وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه او اوس که درېمه لوبه ونه هم ګټي د دې لړۍ ګټونکی دی.

دوهمه ټیست لوبه، چې د استرالبا په ملبرن کې وشوه، استرالیايي لوبغاړو په یوه ایینګر یا پاڼۍ او ۱۸ منډو وګټله.

استرالبا په لومړۍ پاڼۍ کې د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ د ۴۴۳ منډو په وړاندې ۶۲۴ منډې وکړې.

په دوهمه پاڼۍ یا ایننګز کې د پاکستان لوبډله په ۵۳ اوور کې په داسي حال کې وسوځېده چې ټولټال یې ۱۶۳ منډې کړې وې.

استرالیايي لوبغاړو ته اړتیا پیدا نه شوه چې دوهم ایننګز وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *