استرالیا، نیوزیلنډ ته په ۱۱۷ منډو ماتې ورکړه

تاند- د استرالیا د کرکټ ملي ټیم نن نیوزیلنډ ته په ۱۱۷ منډو ماتې ورکړه.

استرالیايي لوبغاړو نیوزیلنډ ته ۲۶۵ منډې هدف ټاکلی و. دوی د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۶۴ منډې وکړې خو د نیوزیلنډ ټول لوبغاړي په ۳۶ اوور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې یوازې ۱۴۷ منډې یې کړې وې.

د استرالیا لپاره تر ټولو زیاتې منډې ډي اې وارنر وکړې. ده په ۱۲۸ توپونو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *