اسټرالیا له ماتو واټن اخیستی، نیوزیلنډ ته یې هم ماتې ورکړه

د استرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د دریو ټېسټ لوبو دوهمه لوبه هم د استرالیا سترې بریا سره پای ته ورسېده. دغې لوبې کې نیوزیلنډ په ۲۴۷ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. استرالیا خپل لومړی وار توپ وهنې کې د یو شمېر توپ وهونکو غوره توپ وهنې په مرسته ۱۵۵٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۶۷ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره هېډ په ۲۳۴ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۱۱۴، سمېت په ۲۴۲ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۵، پېن په ۱۳۸ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۷۹ او لابوسچانې په ۱۴۹ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. نیوزیلنډ لپاره واګنر ۴، ساوتي ۳، ډي ګرانډوم ۲ او بولټ یوه وېکېټه واخیسته.

نیوزیلنډ خپل لومړی وار توپ وهنې کې ډېره کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۵۴٫۵ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۴۸ منډې جوړې کړې. نیوزیلنډ لپاره لتم په ۱۴۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

استرالیا لپاره کمېنس ۵، پټېنسن ۳ او سټارک دوه وېکېټې واخیستې. استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې ۵۴٫۲ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې او نیوزیلنډ ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

نیوزیلنډ لپاره واګنر ۳ او سانټنر یوه وېکېټه واخیسته. نیوزیلنډ خپل دوهم وار توپ وهنه د ۴۸۸ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړه، خو ۷۱ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۴۰ منډې جوړې کړې. نیوزیلنډ لپاره دوهم وار توپ وهنې کې یوازې بلنډل په ۲۱۰ توپونو د پنځلسو څلوریزو په مرسته ۱۲۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

استرالیا لپاره لاین ۴، پټېنسن ۳ او لابوسچانې یوه وېکېټه واخیسته.