رونالډو: هېڅ کمزورې نقطه نه لرم، نور هم شته

محمود خان منندوی

رونالډو په وروستۍ مرکه دې پوښتني ته چې د سیر اې غوره لوبغاړی څوک دئ؟ وویل:  لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، زه د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شوم. د اوس لپاره زه غوره یم او د بل کال په اړه نه پوهیږم. د دې عنوان د لاسته راوړلو په خاطر د غرور احساس کوم.

 د کمزورتیا نقطه دي کومه یوه ده؟

 هیڅ کمزروې نقطه نه لرم او غوره یم. زما لوبې همیشه مسلکې وې. زه یو پوره او یو ډېر باهوښه انسان یم.

رونالډو په 2019 کال کې د خپل کلب څخه 33.1 میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي او په انسټاګرام کې یي خپل د سپانسرانو څخه 47.8 میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

رسمي: د ګلوب ساکر له خوا ژاو فلیکس د 2019 کال د نوي نسل غوره لوبغاړی انتخاب شو.

 د ګلوب ساکر له خوا لوسي برونز د 2019 کال غوره ښځینه لوبغاړې انتخاب شوه.

رسمي: د ګلوب ساکر له خوا انډریا بیرټا د 2019 کال غوره ورزشي مدیر انتخاب شو.

 د ګلوب ساکر له خوا سټیپاني فراپارټ د 2019 کال غوره لوبڅاره انتخاب شوه.

رسمي: د ګلوب ساکر له خوا اشرف حکیمي د 2019 کال غوره عربي لوبغاړی انتخاب شو.