د اینټر میلان ۳ لوبغاړي د جنورۍ په ۶مه د ناپولي سره سیالۍ ته چمتو دي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د اینټر میلان درېیو ټپي لوبغاړي نیکولو بارلا، سټفانو سنسي او الیکسیس سانچز تر هغه وروسته چې د ریکورۍ دوره یي ختمه کړه، بیرته د دې کلب سره ګروپي تمرینات پیل کړل او د جنورۍ پر 6مه د ناپولي سره لوبې ته اماده دي.

  د برنلي کلب په اخیرو 5 لوبو کې یوازې درې شوټان د ګول پر دروازه وهلي دي.

 برنلي په اخیرو 9 لوبو کې د منچسټر یونایټیډ پر وړاندي بریا نه ده ترلاسه کړې: 5 ماتې او 4 مساوي.

د ګلوب ساکر له خوا جورج میډیس د 2019 کال غوره استازی / وکیل انتخاب شو.

رسمي: د ګلوب ساکر له خوا عبدر رازک د 2019 کال غوره عربي لوبغاړی انتخاب شو.

 د ګلوب ساکر له خوا د منچسټر سیټي ګروپ د 2019 کال د غوره همکار په توګه انتخاب شو.

رسمي:  د ګلوب ساکر له خوا یورګن کلوپ د 2019 کال غوره روزونکی انتخاب شو.

 د ګلوب ساکر له خوا لیورپول د 2019 کال غوره کلب انتخاب شو.

رسمي: د ګلوب ساکر له خوا د عربستان د الهلال کلب د 2019 کال غوره عربي کلب انتخاب شو.