د اسې میلان او اینټر میلان لوبغالي په نوي بڼه جوړیږي، نور هم شته

رسمي:  دوې پروژې د اینټر میلان او اسې میلان د نویو لوبغالو د جوړېدو لپاره وړاندیز شوې.

دغه پروژې چې وروستۍ دي، د مانیکا ( دایره) او د پوپولوس ( مربع) په نومونو سره دي.

د دغه دوو پروژو څخه به یي یوه راتلونکې میاشت د خلګو، د میلان د ښار د شورا او د دې ښار د ښاروالۍ له خوا انتخاب شي.

د دې پروژې کار لومړی د سین سیرو د اوسني لوبغالي د بغل څخه شروع کېږي او په جریان کې به یي دا لوبغالی مکمل تخریب شي.

پر دې پروژه 1.2 میلیارډه یورو مصرف راځي او تر ۲۰۲۲م کال پورې بشپړیږي.

اوساسونا د ریال ماډریډ سره د پرون شپې تر لوبې مخکې د لیګ په لوبو کې ماته نه وه خوړلې. اریولا پرون د ریال ماډریډ لپاره لومړۍ رسمي لوبه په لالیګا کې وکړه. هغه په لومړۍ لوبه کې کلین شېټ وکړ.

ما د کال د غوره لوبغاړي د انتخاب لپاره میسي ته رایه نه ده ورکړې! د نیکاراګوا د ملي لوبډلې کپتان خوان باریرا ویلي دي، چې د فیفا د 2019 کال د غوره لوبغاړي د انتخاب لپاره یي میسي ته رایه نه ده ورکړې.  هغه وایي چې د فیفا د غوره لوبغاړي د انتخاب په انتخاباتو کې یي ګډون نه دی کړی، خو فیفا د هغه نوم په لیست کې راوستی دی او د هغه لومړۍ رایه یي میسي ته ورکړې ده. فیفا ویلي دي، چې ماته یي د رایې ورکولو ایمیل لیږلی دی، خو ما نه دی ترلاسه کړی.
زه په رښتیا حیران شوم، چې دا څه مي ولیدل. تر دې وړاندې سوډان د ملي لوبډلې روزونکي هم ویلي و، چې ما میسي ته رایه نه ده ورکړې، خو فیفا زما رایه په میسي پسې حساب کړې ده.