ریال ماډریډ، بایرن میونیک او اینټر میلان ګډ جام کې لوبیږي، نور هم شته

 د ریال ماډریډ، بایرن میونیک او اینټر میلان کلبونه په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د یووالي په جام کې سره لوبیږي، چې د دې لوبو څخه یي اروپایي خلګو ته د یووالي پیغام رسول موخه ده.

 دغه درې خیریه سیالۍ به په میونیک، ماډریډ او میلان ښارونو کې ترسره شي، چې دقیقې نېټې یې د ۲۰۲۰ کال ۲۱م فصل د لوبو د رسمي مهال وېش سره تړاو لري او هغه وخت به ترسره شي، چې تماشاچیانو ته په لوبغالو کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شي.

د غوره لیګ کلبونو په څلور ساعته ناسته کې د دې فصل د پای ته رسولو له پاره د لوبغاړو د سلامتیا ساتلو په صورت کې مثبته رایه ورکړه.

 لوبي بې له تماشاچیانو پیلیږي او اوس یوازي د انګلستان دولت تائید ته خبره معطله ده. تمرینات ممکن د می میاشتې په ۱۸مه پېل شي.

کریسټیانو رونالډو د مور د نړۍ والې ورځي په مناسبت خپل مور ته ۱۰۰ زره یورویي مرسډیس ډالۍ کړ!

د بونډسلیګا د لوبو د بیا پیلیدو په جریان کې تازه د کلن کلب تائید کړه، چې د درېیو غړو د کرونا وایروس ټیسټونه یي مثبت اعلان شوي دي، خو دا کسان نه لوبغاړي دي او نه هم د کرونا وایروس نښې لري. دوی به څوارلس ورځې قرنطین وي، خو تمرینات به جریان ولري.

 د یادولو وړ ده، که لوبې پیلیږي او د یوه لوبغاړي د کرونا وایروس ټیسټ هم مثبت اعلان شي، نو لیګ د لغوه کېدو د خطر سره مخ کېږي.