د ایټالیا تازه څېړنو ګڼ فوټبالران خواشیني کړل، نور هم شته

محمود خان منندوی

په ایټالیا کې یوې څېړنې ښودلې ده، هغه لوبغاړي چې په کرونا اخته شوي وو او بیرته روغ شوي دي، په میاشتو – میاشتو به تنفسي ستونزې ولري.

د ګاټزټا د خبر پر اساس، ډیبالا د خپل کلب سره تر ۲۰۲۵ زی.دیز کال پورې د قرارداد پر سر توافق ته رسېدلی دی. ډيبالا غوره فوټبالر دی.

 د اسې میلان کلب د ساتني او صحي برخې ۲۰ زره بستې هغو مینوالو ته ورکړي دي، چې عمرونه یي لوړ او د اسې میلان د دې فصل د لوبو ټکټونه یي رانیولي وو.

امریکايي رسنېو منلې ده چې د مونټرال ټینس سیالۍ چې ټاکل شوې وه د روان زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې ترسره شي، په مکمل ډول لغوه اعلان شوې. د دې سیالېو د لغوه کېدو علت کورونا وایروس ګواښ په ګوته شوی دی.

 ډيلي میل: ارسنال د خپلي حملې کرښي د قوي کولو له پاره په راتلونکي دوبي کې د ولورهمپټن د پرټګالي لوبغاړي ډیوګو ژوټا د رانیولو له پاره اقدام کوي.

د اټلانټا لوبغاړي یوزیپ ایلیچیچ چي تېره اوونۍ یي پر والنیسا په کوم توپ پوکر وکړ، هغه یي د کرونا وایروس سره د مبارزې او د ډاکټرانو د درنښت له امله د برګامو روغتون ته ځانګړی ورکړ.

د ټاټنهام او لیپیزیګ د تېري اوونۍ د لوبي پر وخت د ټاټنهام د فاعي لوبغاړي فرټونګن پر کور او کورنۍ وسله لرونکو غلو حمله کړې وه.