جرمني او ایټالیا د پخوانېو ستورو ترمنځ دوستانه سیالي ۳-۳ مساوي شوه، نور هم شته

محمود خان منندوی

تېره شپه د ایټالیا او جرمني د پخوانیو ستورو ترمنځ دوستانه لوبه وشوه، چې 3-3 مساوي شوه.

د ایټالیا ګول وهوونکي:
لوکا ټوني، فرانچسکو ټوټي او ډامیانو ټوماسي
د جرمني ګول وهوونکي:
فابیږ کاناوارو، کریسټین پانوچي ( خپل پر ځان ګول) او فیلیب وولشایډ

سپورټ ورځپاڼې ادعا کړې ده، چې ریال ماډریډ او یوونټوس د دې سره علاقه ښودلې ده، تر څو د چیلسي څخخ کانټي په ۷۰ میلیونه پونډه رانیسي.

پاکستان په ۲۰۱۸ میلادي  کال کې د ۱۹ شل اوریزو لوبو څخه ۲ یي بایللي وې او ۱۷ یې ګټلي وې.
په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یي شپږ شل اوریزې لوبې کړي دي، چې یوه لوبه یي پکې ګټلې ده.

رسمي: د ټاټنهام کلب تائید کړه، چې د لوریس بازو مات شوی دی او تر ۲۰۲۰ م کال پورې تمریناتو کې ګډون نه شي کولای.

د میس عینک لوبډلې د شپږیزی لیګ په دوهمه لوبه کې د بست ساتوونکو لوبډلې ته په ۳ منډو ماته ورکړه.

نن ددې لیګ په دوام کې دوې لوبې کیږي.
د میس عینک اتلان – د بند امیر ښاماران | د سهار 09:30 بجې
د کابل بازان – د سپین غر زمریان | د ماپښین 02:00 بجې

اسټرلیا په روان کال کې د پاکستان او سرېلانکا سره شل اورېزې لوبې ترسره کوي، چې د یادو سیالیو لپاره نن خپله ۱۴ کسېزه لوبډله اعلان کړه. په اعلان شوې لوبډله کې سټفن سمت او ډیوډ وارنر هم غوره شوي، چې دوی درې کاله وړاندې د کرکټ له بندیز سره مخ شوي وو.

په غوره شویو لوبغاړو کې ارن فنچ، اشټن اګر، الیکس کیري، پټ کمینس، ګلین مکسویل، بین مسدرموت، کین ریچاردسن، سټفن سمت، بیلي سټنلیک، مېچل سټارک، اشټن ترنر، انډري ټای، ډیوډ وارنر او آډم زمپا شامل دي. د یادو سیالیو لپاره ارن فنچ د لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی.