د افغانستان او قرغیزستان فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالي مساوي شوه

نصرت الله عمرزی

د افغانستان د ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله په دویم پړاو مرکزي اسیایي سیالیو خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان هېواد سره ترسره کړه، چې دا لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې دوه ګولونه افغانستان او دوه ګولونه پکې قرغیزستان وکړل.

د افغانستان فوټبال د فدراسیون د معلوماتو له مخې د دې سیالیو په نورو لوبو کې د ازبکستان او تاجکستان ترمنځ لوبه هم یو په یو مساوي شوه؛ خو ایران درې پر یو ترکمنستان ته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي او د افغانستان په ګډون پکې ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونه ګډون کوي.

افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن پنځه نیمې بجې له ترکمنستان سره پېل کړي.