د ۱۶ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډله تاجکستان ته رسېدلې

د افغانستان د ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله په دویم پړاو مرکزي آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته رسېدلې ده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا سیالۍ به د تاجکستان په دوشنبې ښار کې سبا جمعه پېل شي او له اوو ورځو دوام وروسته به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي. د مرکزي آسیا د فوټبال په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونه ګډون کوي.

افغان لوبډله به دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا جمعه له ترکمنستان سره، دویمه د شنبې په ورځ له قرغزستان سره، درېیمه به د دوشنبې په ورځ له ایران سره، څلورمه لوبه به سه شنبه له ازبکستان سره او پنځمه لوبه به د پنجشنبې په ورځ له کوربه تاجکستان سره وکړي..