بنګله دېش او سریلانکا نن لوبلړۍ پېلوي

د بنګله دېش او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینیو لوبو لړۍ نن جمعه پېلیږي.

بنګله دېش لوبډلې سریلانکا ته سفر کړی او هلته ورسره د درې یو ورځینیو لوبو لړۍ ترسره کوي.

ټاکل شوې لومړۍ لوبه یې نن د ماسپښین په یوه نیمه بجه پېل شي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې د سریلانکا لوبډلې تېز توپ اچوونکی لاسیت ملینګا به هم سبا له لوبې ترسره کولو وروسته له نړیوالو یو ورځینیو سیالیو سره مخه ښه وکړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ نړیوال جام کې لوبه د باران له امله نه وه ترسره شوې.

بنګله دېش او سریلانکا په خپلو کې سره ټولې ۴۵ یو ورځینۍ لوبې ترسره کړي، چې ۷ بنګله دېش او ۳۶ سریلانکا ګټلي او دوه لوبې یې بې نتیجې شوي دي.