خپلواک دریځ

د کرېکټ نړیوالې شورا نن د هغو لوبډلو اعلان وکړی، چې مخامخ به د کرېکټ نړیوال جام په ۱۲ غوره پړاو کې ولوبیږي.
دا اعلان د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰اوریزو لوبو د درجه بندۍ له مخې کړی دی.

د کریک انفو په نني راپور کې راغلي چې د کوربنې استرالیا په ګډون به هندوستان، پاکستان، انګلستان، سهیلي افریقا، نیوزلینډ، ویسټ انډیز او افغانستان به ۲۰۲۰م شل اوریز نړیوال جام کې مخامخ ولوبیږي، دا هغه لوبډلې دې چې درجه بندۍ کې تر ۸ مقام پورې وې.

خو د شل اوریز نړیوال جام درې ځلې د پایلوبې لوبوونکې لوبډله سریلانکا او بنګله دیش به د شپږ نورو لوبډلو سره د اوکتوبر میاشت کې د غوراوي پړاو لوبې وکړي او هڅه به کوي تر څو ۱۲ غوره لوبډلو کې راشي، ددې لوبو څخه به ۴ لوبډلې ۱۲ غوره پړاو ته لاره پیدا کړي.

د سریلانکا او بنګله دیش لوبډلمشرانو لسیټ ملینګا او شکیب الحسن په دې خبر سره خواشیني ښودلې خو ډاډ یې ورکړی، چې دوی به په ډېرې اسانۍ سره دغه پړاو ته لاره وکړي.

په پام کې ده چې راتلونکی شل اوریز نړیوال جام ۲۰۲۰م کال په اسټرالیا کې ترسره شي.