د ۲۰۲۰ شل اوریز نړیوال جام سیالېو کې افغانستان هم شامل دی

د امریکا غږ اشنا فسبوک پاڼې له مخې: د کرکټ نړیوالې شورا د ټاکل شوی اصول په اساس هغه نهه ټیمونه چې د روان کال تر اخره د شل اوریزو سیالیو په لومړیو نهو ټیمونو کې ځای ولري. هغو به د کرکټ ٢٠٢٠ شل اوریز نړیوال جام کې راسا لوبیږي.
افغانستان دا وخت اتم مقام باندې دی. سري لنکا نهم او بنگله دیش لسم مقام لري
کوربه هیواد اسټرالیا نه علاوه به نهه نور ټیمونه راسا نړیوال جام ته ووځي. چې افغانستان هم پکې شامل دی.
د ٢٠٢٠ نړیوال جام د شپاړلس ټیمونو ترمنځ وي او د ٢٠٢٠ د اکتوبر میاشت کې اسټرالیا په کوربتوبه کیږي. افغانستان د کرکټ ٢٠١٠ .٢٠١٢ ،٢٠١۴ او ٢٠١٦ شل اوریز نړیوال جام ته د غوراوي د پړاو د لارې ځان رسولی و