رالیږونکی: ثناء ګل ګلزار
افغانستان د کرکټ د کال ٢٠٢٠ په شل اوریز نړیوال کپ کې د کرکټ نړیوالې شورا د ټاکل شویو اصولو په اساس هغه نهه ټیمونه چې د روان کال تر اخره د شل اوریزو سیالیو په لومړیو نهو ټیمونو کې ځای ولري هغو به د کرکټ ٢٠٢٠م کال شل اوریز نړیوال کپ کې نیغ په نېغه او پرته له کوالېفای کولو ولوبیږي.

د کرکټ نړیوالی شورا د پلان له مخی به د ۲۰۲۰ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال کپ سیالیو له پاره غوراوي پړاو سیالۍ په ۱۲ ګرپونو کی ترسره شي، چې په راتلونکی نړیوال جام کی غوراړي پړاو پخوا د ارجنټاین په کوربتوب پیل شوی، چی په کې د کوربه لوبډلې ترڅنګ کیمان جزیره او برموډا کرکټ ملي لوبډلې هم لوبیږي.

په غوراړي پړاو کې به ۶۱ لوبډلې سیالۍ ترسره کړي، چې په ۳ ګروپونو کې به په اروپا، په ۳ ګروپونو کې به په افریقا، په ۲ ګروپونو کې په اسیا، په ۲ ګروپونو کې په امریکا او په ۲ ګروپونو کې په ختیځې اسیا کې لوبډلې ولوبیږي.

له دغو ۱۲ پړاونو او ۶۱ لوبډلو څخه به ۲۵ لوبډلې د زونونو وروستي پړاو سیالیو ته لاره پیدا کړي، چې ۶ لوبډلې به تری داسټرالیا په کوربتوب ۷م پړاو ۲۰۲۰ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته لاره پیدا کړي.

افغانستان دا وخت اتم مقام لري، چې افغانستان هم پکې شامل دی؛ د ٢٠٢٠ نړیوال کپ د شپاړلس ټیمونو ترمنځ وي او د ٢٠٢٠ د اکتوبر میاشت کې اسټرالیا په کوربتوبه تر سره کیږي؛ افغانستان د کرکټ ٢٠١٠ .٢٠١٢ ،٢٠١۴ او ٢٠١٦ شل اوریز نړیوال جام ته د غوراوي د پړاو د لارې ځان رسولی و؛ خو دا ځل مسقیمه پکې ونډه اخلي