سبا پنجشنه د ښځينه وو کرکټ لوبډلو شل اوریز نړیوال جام پېلېږي

 د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د لسو ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه چې سبا/پنجشنبه شل اوریز نړیوال جام پېلېږي او تر مارچ میاشت پورې غځېږي.

 د ښځينه وو کرکټ لوبډلو ترمنځ اووم پړاو شل اوریز نړیوال جام د فبروري په ۲۱ مه نېټه اسټرالیا کې پېلېږي.

 په دغه نړیوال کرکټ جام کې ټولې لس لوبډلې ګډونوالې دي او ټولې پکې ۲۳ لوبې ترسره کېږي.

 د ښځينه نړیوال شل اوریز کرکټ جام د مارچ میاشتې په اتمه نېټه پای ته رسېږي.

 له ۲۰۰۹ م کال راهیسې تر دې دمه د دغه جام شپږ پړاوونه ترسره شوي او سږ کال به یې اووم پړاو ترسره شي.

 د ښځينه وو شل اوریز کرکټ جامونو اتلولۍ څلور ځلې اسټرالیا، یو ځل ویسټ انډیز او یو ځل انګلستان ګټلې دي.