د انګلنډ ښځينه کرکټ لوبډلې د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه

د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د ښځينه کرکټ لوبډلو تر شل اوریز جام وړاندې تمریناتي لوبې جریان لري، چې د دغو لوبو په څلورمه لوبه کې د انګلستان ښځينه کرکټ لوبډلې د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.
په دې لوبه کې د نیوزیلنډ ښځينه کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د کاټي ګوپټېل د ۵۷ منډو په مرسته ۱۳۴ منډې وکړې.
کاترین برنټ د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلې لپاره ۳ وېکټې واخېستې.
انګلستانۍ ښځينه کرکټ لوبډلې په اتلس اورونوکې د ۴ وېکټو په نقصان سره ځان هدف ته ورساوه او د نیوزیلنډ ښځينه کرکټ لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
هیتر نایټ د انګلستان کرکټ لوبډلې په ملاتړ ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سه شنبې په ورځ دې لوبو کې د اسټرالیا، سویلي افریقا، هندوستان، ویسټ انډیز، انګلستان او سریلانکا لوبډلې لوبې کوي.
د ښځينه وو کرکټ لوبډلو ترمنځ نړیوال شل اوریز کرکټ جام د فبروري په ۲۱ مه نېټه اسټرالیا کې پېلېږي او د مارچ میاشت په ۸ مه نېټه پای ته رسېږي.