عابد علي: غواړم د سچن په څېر نړېوال شهرت خپل کړم

 ولید ( خپلواک)

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکي ( عابد علي) خپلې وروستۍ څرګندونې داسي وکړې:

(( غواړم خپل کرکټ ته لا پرمختګ ورکړم، زه ډېره هڅه کوم تر څو په نړیواله کچه ښه نوم وګټم ، زه د هندي پخواني توپ وهونکي ( سچن ټنډولکر) سره مينه لرم، د هغه د توپ وهنې انداز مې خوښيږي، زه د سچن په هر شاټ او تخنیک د زړه کار کوم.))

نوموړي زیاته کړه: ((پاکستان کې هم ډېر ښه ښه لوبغاړي شته؛ لکه انظمام الحق یونس خان او داسي نور ورته لوبغاړي دي چې د پاکستان لپاره یې ډېر ښه کرکټ کړی، خو زه د سچن د توپ وهنې سره ځانګړې مينه لرم.))

 علي څرګنده کړه چې هغه د سچن ټول ښه عادتونو ایجادول غواړي. عابد په لاهور کې خبریالانو ته وویل:

(( د خپل کیریر له پېل راهیسې ، زه د سچن د بیټینګ ویډیو ګانې ګورم ما د یونس خان انضمام الحق ریکي پونټینګ مارک وایو د بیټینګ برخې هم لیدلي دي، مګر زما قد د سچن ټنډولکر په څېر دی، له دې امله زه هغه تعقیبوم.))

 عابد د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره ښه پيل کړی او د سچن ټنډولکر د توپ وهنې ځانګړی مینوال دی.

 هغه وایي کرکټ د سچن په څېر کول غواړي خو که ورته د هغه نوم واخیستل شي نو ښه پرې نه لږیږي.