هند په شل اوریزه سیالۍ کې نیوزیلنډ لوبډلې ته ماته ورکړه

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ۵ شل اوریزو، ۳ یو ورځنیو او ۲  ټېسټ لوبو لپاره نیوزیلنډ ته خپل سفر کړی، د دې سفر پېل د هندوستان لپاره ګټور تمام شو، ځکه خو یې له کور به نیوزیلنډ لومړۍ شل اوریزه سیالي د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

د لومړۍ شل اوریزې سیالۍ پېل د هندوستان د پېل لپاره ښه زېری و، ځکه نیوزیلنډ او هندوستان د کرکټ دوه پیاوړې لوبډلې ګڼل کیږي، خو هند کرکټ مینه وال بیا د نیوزیلنډ په کوربتوب ماته ورکول لویه لاسته راوړنه بولي. یادې کرکټ لوبډلې د جنوري په ۲۴ مه نېټه د جمعې په ورځ نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې سره لومړۍ شل اوریزه لوبه پیل کړه؛ چې نیوزیلنډ، هند ته د ۵ وېکټو په لوېدو سره ۲۰۳ منډې هدف ورکړ.
هندوستانۍ کرکټ لوبډلې یاد هدف په نولسم اوور کې د ۴ وېکټو په نقصان سره د شیریاس ایئر د چټکې پنځوسیزې په مرسته پوره کړ او نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی شیریاس ایئر ونومول شو؛ نوموړي په ۲۹ توپونو ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بري ته ورسوله.
دواړه لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه د جنوري په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کوي.